Quantcast
Channel: ټپیان –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 3

د کابل خونړی برید به بې ځوابه پاتې نشي- اشرف غني

$
0
0

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د چارشنبې پر ورځ ماښام مهال په کابل کې د سې شنبې د ورځې د خونړي برید د ټپیانو پوښتنه کړې ده.

ولسمشر اشرف غني له ټپیانو څخه د لیدنې پرمهال څرګنده کړه، چې دغه برید د افغانستان د خلکو پر ملي هویت برید دی او بې ځوابه په پاتې نشي.

هغه زیاته دا هم ویلي، چې د افغانستان په تاریخ کې هیڅکله پر دیني عالمانو او د پیغمبر(ص) پر میلاد دې ته ورته کاواکه او له شرمه ډک برید ندی شوی.

د ولسمشر د څرګندونو له مخې؛ هر هغه چا، چې په لومړي ځل چاودنې او ځانمرګي بریدونه افغانستان ته راوړي؛ همغوی د کابل د خونړي بریدمسوول دي.

ښاغلي غني په ډاګه کړې، چې طالبان د دغه برید په غندلو نشي کولی؛ له مسوولیته اوږې سپکې کړي.

هغه دغه راز څرګنده کړې، چې نه یوازې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو د روزونکیو ځالې په (ګاونډ هېواد) کې دي، بلکې مالي سرچینې یې هم څرګندې دي.

دغه راز یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو مرکزونه، هېوادونه او حکومتونه دې په منطقي بڼه په ګوته کړي.

د میلاد نبي په دې نمانځغونډه کې د خونړي برید له کبله ۵۵ دیني عالمان وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان دي، چې تر دې دمه د دغه خونړي برید پړه هیچا او یا کومې ډلې پرغاړه نده اخیستې.

پولیس وایي، له وړاندې د دې غونډې د امنیت په اړه همغږي نه وه شوې؛ خو د اورانوس هوتل مشر سید سلام برکي وایي، پېنځلسمه امنیتي حوزه خبره وه او د میلمنو او هوتل د امنیت ساتنې ډاډ هم ورکړ شوی و. 

هغه زیاته کړې، چې څلور بجې وې، چې ۱۵ حوزې راسره اړیکه ونیوه او د شپې د پروګرام پوښتنه یې وکړه. پېنځ بجې وې، چې څلور پوځیان د هوتل او میلمنو د امنیت لپاره راغلل او مونږ ته یې امنیتي ډاډ راکړ.

د هوټل د باندې امنیتي کمرې لګیدلې وې او تصویرونه یې امنیتي مامورینو له ځان سره د څېړلو په خاطر وړې دي.

اوس  هم دا پوښتنه بې ځوابه پاتې ده، چې بریدګر څرنګه وتوانیده هوتل ته او بیا د چاودنې ځای ته ځان ورسوي.

The post د کابل خونړی برید به بې ځوابه پاتې نشي- اشرف غني first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 3